د لوی کندهار د ځوانانو سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
Thu, Apr 29 2021 9:16 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د لوی کندهار د ځوانانو سرتاسري شورا د دارالانشاء مسٶل ښاغلي رحيم الله حنيفي او غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې یو شمېر ځوانانو د یادې شورا د ټولنیزو فعالیتونه په اړه د وزارت مشرتابه ته معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې تل مو د خپلې شورا له لارې د موجوده نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ ملاتړ کړی او په دې اړه مو لویې ولسي غونډې هم جوړې کړي دي دوی دغه راز د لوی کندهار ولسونو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریک کړل وې ویل: چې زموږ ځوانان دې د وزارت اړوند لېسو کې جذب شي، تر څو په ښه او مناسب چاپیریال کې خپلې زده کړي ترسره کړي نوموړو د زون په کچه د وزارت په چوکاټ کې ځوانانو ته یوې لېسې د جوړولو غوښتنه وکړه او له وزارت سره یې په بېلابېلو برخو کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

mobta

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو ځوانانو څخه مننه وکړه، چې تل یې د موجوده نظام او جمهوریت څخه ملاتړ کړی، وې ویل: موږ باید د خپل نظام تر چتر لاندې هېواد ته کار وکړو او دا زموږ د ټولو ګد مسوولیت دی. ستاسو د وړاندیزونه پر بنسټ به په هلمند ولایت کې یوه لېسه جوړه کړو، تر څو ځوانان يه مناسب چاپیریال کې زده کړې وکړي او په راتلونکي کې خپل هېواد ته په ویاړ سره کار وکړي.

دغه راز پاتې ستونزې او وړاندیزونه به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu