په قومي چارو کې د وزارت له ستر سلاکار سره کتنه!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 10:11 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبه د (۱۴۰۰) لمریز کال د غویی پر(۲)مه نېټه له ښاغلي الحاج ګل محمد اېرکین سره، چې د وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ په قومي چارو کې د وزارت ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی، په خپل کاري دفتر کې وکتل .

په یاده کتنه کې ښاغلي صمیم نوموړي ته د وزارت د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو له امله د مبارکۍ ویلو ترڅنګ هغه یو قومي شخصیت وباله زیاته یې کړه: چې ښاغلی اېرکین له خلکو سره ډیرې نیږدې او حسنه اړیکې لري او د خپلې وړتیا او پوهې له مخې کولای شي، چې د هېواد په شمال کې د خپلې دندې سره سم د قومونو د يووالي، تر منځ یې د اړیکو د پیاوړتيا او پراختیا لپاره کار وکړي او دغه راز د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي او د ملي موخود لاسته را وړلو په برخه کې یې سره منسجم او همغږي کړي. دغه راز یې په چاروکې ورته د بریا هیله وکړه.

ښاغلي ایرکین هم د جلالتماب ولسمشر، د وزارت د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه وې ويل: چې خپله دنده به د یو امتیاز نه، بلکې د یو مسوولیت په توګه په پوره صداقت تر سره کړم، هم به د ولس د یووالي لپاره کار وکړم او هم به د ملت او حکومت تر منځ د واټن په لنډولو کې خپلې هڅې روانې وساتم.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu