د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال او لرغونی نوروز دې ټولو درنو هېوادوالو ته مبارک وي!

mobta-af
Tue, Mar 23 2021 9:06 AM
mobta

د ۱۴۰۰ لمریز کال د رارسېدو په مناسبت ټولو درنو هېوادوالو، زړورو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، خویندو او وروڼو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.

د لوی خدای ج په سپېڅلي دربار کې د دعا لاسونه لپه کوو چې نوی کال مو په ګران هېواد کې د سولې، ملي یووالي او خوښیو کال وي، هغه کورنۍ چې خپل غړي یې د هېواد د عزت او لوړو ملي ګټو ساتنې او پالنې په پار د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې له لاسه ورکړي د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم،.

یو ځل بیا په مخالفینو غږ کوو چې نور دې افغانان نه شهیدانوي تلپاتې اوربند ته دې غاړه کېږدي تر څو یوې باعزته سولې ته لاره هواره شي له اوربند پرته موږ نشو کولای چې با عزته سولې ته ورسېږو.

دغه راز په قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو غږ کووو، چې خلکو ته په خپلو سیمو کې عامه پوهاوی ورکړي تر څو کورنۍ خپل بچیان د علم او پوهې د تر لاسه کولو لپاره ښوونځیو ته واستوي تر څو زموږ د ګران هېواد راتلونکی ورسره روښانه شي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu