ګران هېواد به مو هغه وخت د پرمختګ پر لور ګام اوچت کړي، چې ولسونه مو د جمهوري نظام د پیاوړتیا او ځواکمنتیا لپاره عملي کار وکړي، ځکه د نظام پایښت د ټولو په ګټه دی!

mobta-af
Sun, Feb 07 2021 9:30 AM
mobta

۱۸/۱۱/۱۳۹۹

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د لویې پکتیا له یو شمېر مخورو، ځوانانو او د ملي مصالحې عالي شورا له غړي ښاغلي ابراهیم افضلي سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو ځوانانو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو د شریکولو ترڅنګ د جمهوریت، نظام، او تلپاتې اوربند د ملاتړ په پار د لویو ولسي غونډو په جوړولو کې د ښاغلي محب الله صمیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او نوموړی يې دې وزارت ته وړ او په کار پوه شخص یاد کړ دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له دوی څخه مننه وکړه، چې د خپلو ولسونو ستونزې یې د حل په موخه ورسره شریکې کړې.

دغه راز ښاغلي صمیم وویل: هېواد به مو هغه وخت لا پرمختګ وکړي چې ولسونه مو د نظام د پیاوړتیا او ځواکمنتیا لپاره لاس سره یو کړي او په ګډه په دې برخو کې کار او هڅې وکړي.

په پای کې یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu