د غلجيو قوم د انسجام شورا له مشرتابه او غړو سره لیدنه!

mobta-af
Sun, Jan 10 2021 9:35 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن د غلجيو قوم د انسجام شورا له مشرتابه او یو شمېر غړو سره ولیدل او د هغوی شته سیمه ییزې ستونزې، چې د روغتیا، پوهنې، د پراختیایي پروژو تطبیق او ورته نورو برخو کې وې له نږدې واورېدې.

دوی د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محب الله صمیم څخه مننه وکړه، چې نیمروز ولایت ته راغلی او دلته د ولسونو شته ستونزې له نږدې اوري او د حل په موخه یې له اړوندو ادارو سره شریکوي.

ښاغلي صمیم د غلجيو قوم څخه مننه وکړ، چې تل یې د سرحدونو د ساتنې، د نظام د ملاتړ او د قومونو د انسجام لپاره هڅې کړي او په دې لار کې یې قربانۍ ورکړي، دغه راز ښاغلي محب الله صمیم یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu