پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

haqani_admin
Tue, Nov 10 2026 3:26 PM
پنجشير کې د اسلامي شریعت د نفاذ او ولسي همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو په لړ کې نن د پنجشير ولایت په مرکز کې د اسلامي شریعت د احکامو د پلي کولو او ولسي همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه، چې مشري یې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت الله شجاع کوله او د ولایتي ادارې د استازو سربېره، دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین‌ ږیرو او عامو خلکو پکې پراخ ګډون کړی وو.

په پيل کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې یاد آمریت په دې ولایت کې ګڼې اوږدمهالې دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې، چې وروستۍ بېلګه یې د دوو کورنیو ترمنځ د شل کلنې دښمنۍ هوارول دي. هغوی د خلکو د حقونو، عزت، امنیت او پرمختګ په خوندي کولو کې د اسلامي نظام رول وستايه او د خپلو ځينو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره يې د نظام دفاع، ملاتړ او ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت وباله.

غونډې ته د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت الله شجاع په خپلو خبرو کې د مسؤلیتونو د امانت‌، عدالت، انصاف او د خلکو د حقونو د رعایت پر ارزښت رڼا واچوله. نوموړي همداراز د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د ولسونو د خدمت او ستونزو د حل لپاره هڅې بې ساري وبللې او له خلکو یې وغوښتل، چې د اختلافاتو پر ځای خپل وطن ته کار وکړي د اسلامي امارت په ملاتړ سره په هېواد کې د امن او عزت ژوند غوره کړي.

ورپسې د پنجشير والي حافظ محمد حکیم او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر د وینا پر مهال د خلکو د مال، ځان، عزت او ژوند خوندیتوب مهم وباله او د اسلامي نظام د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا یې ټینګار وکړ. دوی د پنجشير له خلکو وغوښتل، چې د ناسمو تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او حقایق په غور وارزوي. همداراز یې وویل، چې د اسلامي امارت له حاکمیت سره د زورواکو د زورواکۍ ټغر ټول شوی، تنظیمي اختلافات او تعصبونه پای ته رسېدلي او افغانان د هوسا ژوند له نعمت څخه برخمن شوي دي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu