لغمان کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړې پای وموند
يکشنبه ۲۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د لغمان ولايت د اليشنګ او قرغيو ولسوالۍ د اوسېدونکو دوه کورنيو ترمنځ د يوې ترافیکي پېښې له امله راپورته شوې قضيه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ۲۱ تنه ټپیان شوي وو په سوله او ورورولۍ پای ته ورسېده.
د یادې پېښې له کبله د دواړو کورنيو ترمنځ ژور اختلاف رامنځته شوی و، چې د موضوع د حل او د شخړې د لا پراخېدو د مخنیوي په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت مسؤولینو د قومي مشرانو په هڅو يوه قومي جرګه جوړه کړه او رامنځته شوې قضيه يې په سولهییز ډول حل او فصل کړه.
د ښکېلو کورنيو مشرانو د جرګې پرمهال د قومي مشرانو او د یاد آمریت د مسؤولینو له منځګړیتوب څخه مننه وکړه او يو بل ته د بښنې ترڅنګ يې د خوښۍ غاړۍ سره ورکړې.
