دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
Thu, Nov 26 2026 10:12 AM
دره‌ پېچ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

پنجشنبه ۱۵ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شريعت د نفاذ، ولسي همغږۍ او  فرمانونو د عملي کولو او تطبیق  په موخه د دغه ولايت د دره‌پېچ ولسوالۍ په کچه له ولسونو سره پراخه غونډه ترسره شوه.

غونډه کې د یاد ریاست رئیس الحاج ملا تحمیدالله غازي، د يادې ولسوالۍ ولسوال ملا دوست محمد مسلم، د دولتي ادارو يو شمېر استازو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو ویناوو کې د اسلامي امارت د ملاتړ، د رهبرۍ د فرمانونو د عملي تطبیق، د شرعي احکامو د پلي کېدو، د ناسمو رواجونو د مخنیوي، د ولسونو ترمنځ د یووالي او سرتاسري امنیت پر ارزښت خبرې وکړې.

 په ياده ولسي غونډه کې ګډونوالو د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه او ترڅنګ يې د ا.ا.ا مسؤلينو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او همداراز يې د ولسوالۍ یو شمېر اساسي ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه هم مطرح کړل، چې د مشرانو ډاډ يې حاصل کړ.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu