لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

taqi_admin
Wed, Jul 22 2026 9:45 AM
لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

 

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او مصلحينو په ملتيا د دغه ولايت د مرکز اړوند باغ ميرزا سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو دوو کلونو څخه روانه شخړه حل او فصل کړه.

ياده شخړه، چې د ځمکو د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او دواړو خواوو ته يې لوی مشکلات ايجاد کړي وو د اسلامي املات د مسؤلينو په منځګړيتوب په سوله او ورورولي بدله شوه.

همداراز د باميان ولايت دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت استازو د ياد ولايت مرکز اړوند په سیاه ‌خار سيمه کې د يوې حقوقي موضوع پر سر راپورته شوې شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړه او ښکېل طرفونه يې سره غاړه غړۍ کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي ادارو له لارې هڅه کوي د خلکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات، شخړې او جنجالونه حل کړي ترڅو هیوادوال له بدیو او تربګنیو خلاص د اتحاد او یووالي له ژوند څخه برخمن شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu