بلخ کې د يوې ۱۲ کلني بدي ترڅنګ تخار کې هم د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه حل شوه

taqi_admin
Mon, Jul 20 2026 10:44 AM
بلخ کې د يوې ۱۲ کلني بدي ترڅنګ تخار کې هم د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه حل شوه

 

دوشنبه ۵ صفر المظفر۱۴۴۸

د بلخ لايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د رئيس په مشري د دې ولايت په نهرشاهي ولسوالي کې د ځينو خپلمنځي اختلافاتو له کبله راپورته شوې دولس کلنه بدي د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

د دغه بدي له امله د دواړو لوريو ترمنځ د تېرو دولسو کلنو راهېسي ګنې ستونزې موجودې وې او وخت ناوخت به د دواړو خواوو ترمنځ فزيکې شخړې هم رامنځته کېدې، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د پای ټکی ورته کېښود.

په همدې حال کې د تخار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په هڅو دغه ولايت کې د ځمکې د ملکيت پرسر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او فصل کړه.

د يادو شخړو د حل په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت محلي ادارو مشرانو له عامو خلکو وغوښتل، چې د هرې لويې او وړې ستونزي پرمهال دې له زغم او صبر کار واخلي او شخړې دې په همدې ډول د خبرو اترو له لارې هوارې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu