له بېلابېلو شخصیتونو سره کتنه!

mobta-af
Sun, Sep 20 2020 9:07 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن شنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږي میاشتې پر ۲۹ مه نېټه له بېلابېلو سیاسي، علمي، قومي او فرهنګي شخصیتونو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله، د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاده او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس ښاغلی نیاز محمد امیري هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو یو لړسیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د ټاکل کېدو له امله ښاغلي محب الله صمیم ته مبارکي وویله او د موجوده نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

همدا راز نوموړو له وزارت سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ او د عزت پګړۍ یې ښاغلي محب الله صمیم ته ور په سر او په نورو ډالیو لکه کتاب او قلم باندې یې هم وویاړه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د راغلو شخصیتونو نه مننه وکړه وې ویل: غواړم، چې د قومونو منځ ته لاړم شم او د دوی ستونزې له نږدې واورم، ترڅو وکولای شم، چې حل لارې چارې ورته پیدا او له دې لارې خپلو خلکو ته د خدمت جوګه شم.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم ټینګار وکړ، چې د ملي یووالي، سولې د ټینګښت، علمي او فرهنګي برخو کې به د قومي مشرانو سره سلاح مشورې کوم.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu