له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې لمانځنه!

mobta-af
Wed, Sep 02 2020 10:48 AM
mobta

c

د لمانځغونډې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي لومړی ټولو ګډونوالوته ښه راغلاست ووایه بیا يې پخپله پرانستونکې وینا کې ددې ورځې د تاریخي مخینې چې د لراو بر مشرانو د جرګې او بحث په پایله کې پر ۱۳۲۸ لمریز کال کې د نمانځلو پرېکړه وشوه خبرې وکړې ویي ویل : چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد د ټولو قومونو ګډ کور او د دوی د یووالي څرګندوی دی موږ همیشه په سوله کې ژوند کړی دی. او له نورو هېوادونو سره هم په سوله کې ژوند کول غواړو، په اختلاف کې خیر نشته دی، وراني او ویجاړي رامنځته کوي، دا چې نن نړۍ د کلي حیثیت غوره کړی دی.

هر انسان باید آزاد او له خپلو حقوقو څخه برخمن ژوند وکړي، نو موږ له هماغې ورځي دغه غږ پورته کړی دی، هیله مو داده چې د ملګرو ملتونو د منشور په رڼا کې د پښتنو او بلوڅو حقوق ورکړل شي. موږ د وینې ، قومیت ، فرهنګي، دودیزو او تاریخي پخواونه شلیدونکو اړیکو پراساس څوک نه شي بېلولای، ځکه چې غمونو او خوښۍ مو سره شریکې دي.

ښاغلي احمدزي وویل: موږ د جګړې او تاوتریخوالي خلک نه یو، سوله غواړو او په سوله کې ژوند کول غواړو. پښتانه او بلوڅ یوازې نه دي ټول درانه قومونه د دوی په ستونزو کې ځان شریک بولي له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دوی حقه حقوق د نړۍ د نورو ولسونو په څېر اعاده شي.

ورپسې نورو درنو ښاغلواواغلو ویناوالو له پښتونخوا څخه د پېښورد عبدالولي خان پوهنتون رئیس ډاکتر سهیل خان، د قبایلو د سراسري شورا مشر زرجا ن شینواري، د بلوڅو د سراسري شورا مشر نظام الدین فطرت بلوڅ، علمي او فرهنګي شخصیت ښاغلي نجیب الله منلي، د بلوچستان د بلوڅو په استازېتوب اغلې سیدرا اقبال بلوڅ، د وزارت د تحقیق او مطالعاتو ریاست کارکوونکو عبدالغفار رضایي او واحد جان مخلص، د ترکمنانو شورا رئیس ښاغلي حقجو، پخپلو خبرو او مقالو کې د بلوڅانو د تاریخي مخیني، میشت ځایونو، د پښتنو او بلوڅو ترمنځ د فرهنګي او تاریخي اړیکو، مبارزو، سرښندنو، د خپلواکۍ په لارکې د ګډو هڅو، پردوی باندې د انګرېزانو او له هغي را وروسته د ډول ډول نارواو، ستونزو او کړاوونو په اړه هر اړ خبرې خبرې وکړې، معلومات یې وړاندې کړه.

د شته ستونزو د حل لپاره يې په یووالي ټینګار وکړ او دايي د بري، هوسا ژوند او پرمختګ ته د رسیدو یوازینۍ لاروبلله دغه رازیې سوله یوه ټولنیزه اړتیا وبلله ویې ویل: چې موږ ټول باید هېواد ته د با عزته او تلېاتي سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړو او همدا رازیې د سولې مذاکرو په ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د هېواد نومیالیو شاعرانو محمد هاشم غمشریک، شفیع الله بابرزي او زلمي مینه ناک هم خپل شعرونه، چې د ملي یووالي، هېواد او ولس سره د مینې پیغامونه په کې پراته و، ولوستل.

همداراز د افغانستان بلوڅانو شورا د مشر ښاغلي نظام الدین فطرت بلوڅ له خوا د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي عبدالوحید خاورې ته دده د غوره خدمتونو له امله ستاینلیک ورکړ شو.

لمانځغونډه د تلپاتې سولې او د ټولو افغانانو ترمنځ د یووالي د لاپیاوړتیا په دعا پای ته ورسیده.

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu