د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره په وزارت کې د تدابېرو د نېولو لړۍ روانه ده!

mobta-af
Mon, Mar 23 2020 9:00 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې پر دریمه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مقام د دفتر رئيس نور اقا ناصري، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا، د بشري زيرمو رئيس محمد ياسين پکتين، د ښوونې او روزنې رئيس محمد نبي شهاب او د خدماتو رئيس محمد شفا شفق یې ملتیا کوله د کابېنې، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتو د کمېسېون طرزالعمل او دجلالتمآب ولسمشر د هدایتونو د عملي کولو په موخه د وزارت له بېلابېلو ریاستونو څخه لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې په ترڅ کې ښاغلي بارکزي کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې باید په صابون د لاسونو پرمېنځل، د فاصلو مراعاتول، د ماسکونو او دستکشونو اغوستل، د عفونیت ضد مایع باندې وزارت د دروازو د ستګیرونو ، زینو، انګړ او دفترونو مېنځل چې د ويروس د مخنيوي لپاره مهم دي، عملي کړي.
همدا رازې د کرونا ویروس د مخنيوي په برخه کې د وزارت په کارکوونکو وقایوي، عفوني ضد او تنظیفاتي مواد هم ووېشل، چې باید کارکونکي ترې ګټه پورته کړي.
ښاغلي بارکزي وويل، چې له دې وروسته هره ورځ له دفترونو څخه نظارت کېږي بايد د دفترونو دروازې خلاصې وي.

د يادونې وړ ده،چې د مراجعینو لپاره، ځانګړي او ساده میکانیزمونه جوړیږي ،تر څو د هېوادوالو ستونزو ته د تېر په څېر ځواب وویل شي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu