د تاو تریخوالي د کمښت اوونۍ له پای ته رسېدو سره سم، د اوربند غوښتنه او د سولې له پروسې ملاتړ کوو!

mobta-af
Sat, Feb 29 2020 9:27 AM
mobta

دغه څرګندونې د کندوز مرکز او بېلابېلو ولسوالیو د قومي شوراګانو مشرانو او قومي مخورو د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست له لورې جوړې شوې غونډې کې وکړې.

دا غونډه، چې د کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، ۱۵۰ تنو د قومي شوراګانو مشرانو، قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

د کندوز ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف د قومونو له مشرانو مننه وکړه، چې په ټولو ملي پروسو کې یې د ملي ګټو نه ملاتړ کړی.

د کندوز ولایت د علماوو شورامشر محمد عقیل سیرت، ظابط عزیزالله، سید داود هاشمي، حاجي میرزا محمد لغماني، عبدالحق حقجو، ارباب حفیظ، حاجي اغامیر ناصري، سید جان ایماق او نظیر احمد احدي ویناوې وکړې، چې ټولو د تاوتریخوالي د اونۍ د پای سره سم، د اوربند غوښتنه او د سولې له پروسې یې ملاتړ وکړ.

دوی ژمنه وکړه، چې هر قومي مشر به سولې ته کار کوي، کور په کور او کلي په کلي به دغه کمپاین ته دوام ورکوي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu