د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
Mon, Feb 03 2020 10:40 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ نن د۱۳۹۸لمریز کال د سلواغې پر۱۳ نېټه له غرمې مخکې اداري مجلس جوړ شو.
په پیل کې مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي مجلس ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي سلامونه ورسول وې ویل: چې هغه د سولې ټینګښت په برخه کې په هڅو بوخت دی، غوښتل یې ډېر مسایل له تاسو سره شریک کړي ،خو یوه غوښتنه یې دا ده، چې تردې وروسته باید هڅه وشي،چې د مجلس له اجندا او روحیې سره سم خبرې وشي.
او هغه مهم مسایل چې غواړو مطرح یې کړو باید د مجلس په اجندا کې شامل او په اړه یې پرېکړه وشي.او په اړه یې پرېکړې وشي. ورپسې مالي او حسابي رئیس د وزارت د قطعیې موضوع د حل او پر۱۳۹۹ مالي کال کې د عادي او انکشافي بودجې د څرنګوالي او ولایتونوته د ځېنو ریاستونو کارکوونکو د سفرونو، د تحقیق او مطالعاتو رئیس د ولسمشر د حکم پر اساس د نیمروز ولایت د زرنج په ښار کې د لېږد او وچې سوداګریز بندر د جوړولو په اړه د ټاکل شوې کمېټې په غوڼدو کې د فعاله ګډون، د حقوقي چارو ښاغلي سلا کار په دندو کې د لاسوهنې د مخنیوي په منظور د ریاستونو پر کړنلارو او دندو لایحو په ورته والي باندې د بیا کتنې، د ښوونې او روزنې چارو ریاست چارسمبال دو زارت د اولسمې ګڼې مصوبې د رهبري هئیت د څلورمې پرېکړې پر بنسټ د خوست د قبایلو لیسې د فعالولو او په دې برخه کې د مقدماتي ترسره شویو او راتلونکو کړنو او همدا راز د مقام دفتر رئیس په عامې روغتیا وزارت کې د کرونا ویروس په اړه د جوړشوي سیمینار مسایل له مجلس سره شریک کړل.
د وزارت مسلکي معین، د وزارت مرستیالانو او د مجلس ګډونوالو تر بحث وروسته ولایتونو ته د سفرونو په اړه د مالي او اداري معین په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارله،چې د سفرونو د ترتیب او تنظیم لپاره دې ، په یو طرزالعمل کاروکړي،پلان او پالیسۍ ریاست دې د خپلو پراختیایي پروژو په اړه په راتلونکې مجلس کې رپوټ وړاندې او همدا راز دې د تدارکاتو ریاست ته د تدارکاتي چارو د بشپړولو لپاره وسپاري.
په نیمروز کې د لېږد او وچې سوداګرۍ بندر په اړه وویل شول چې د نیمروز د سرحدونو اوقبایلو چارو ریاست دې په دې اړه د غونډو له لارې عامه پوهاوي وکړي، د ریاستونو د کړنلارو او لایحو د ورته والي په اړه هم له وظیفوي تداخل څخه د مخنیوي لپاره اړوند ریاستونو او حقوقي سلاکارته د بیا کتنې دنده وسپارل شوه.
د خوست قبایلو لیسې د تشکیل په اړه هم تر بحث وروسته پرېکړه وشوه چې د تشکیل د لېږد په اړه دې د پوهنې له وزارت سره خبرې وشي. او نورې اړتیاوې کړنې دې ترسره شي،چې مسلکي معین ښاغلي بارکزي په دې برخه کې پخپله د همکارۍ ژمنه وکړه او هدایت یی وکړ چی دخوست قبایلو لیسی دفعالولو لپاره باید ټول امکانات په کار واچول سی. همدا راز مجلس پرېکړه وکړه،چې دیوې غونډې په ترڅ کې دې د اطلاعاتو او عامه اړېکو،بشري زیرمو ریاستونه د کرونا ویروس په اړه د عامې روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم عامه پوهاوی ترسره کړي.

د وزارت مسلکي معین ښاغلي فریدون بارکزي پخپل لګښت د ځېنو طبي وسایلو او درملو د لومړنیو مرستو د برابرولو ژمنه وکړه، تر څنګ یې په اداره کې د نظم،دسپلین، د حاضرۍ په کنترول او درېشۍ پرتن کولو او په چارو کې په همکارۍ ټینګار شو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu