د اړوندو ریاستونو وړاندیزونه واورېدل شول!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن د خپل کار په دفتر کې د وزارت د معلوماتو د انسجام او اصلاحاتو پروژو، د تحقیق او مطالعاتو ریاست او د سرحدي څېړنو ریاست یو لړ وړاندیزونه واوریدل.
په دې کتنه کې لومړی اړوندو ریسانو د خپلو کړنو په اړه معلومات له ښاغلي مسلکي مرستیال سره شریک کړل او د ظرفیتونو د پراختیا، سرحدي څېړنو او تحقیقاتي پروژو په برخو کې یې خپل یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل.
ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د چارو د ښه پرمختګ په خاطر اړوندو ریسانو او چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې او د دوې له چارو څخه یې خوښي څرګنده کړه.