د اداري مجلس جوړېدل!

mobta-af
Sun, Dec 15 2019 2:12 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله په مشرۍ د وزارت د مشر تابه پلاوي په ګډون نن یکشنبه ۱۳۹۸لمریزکال د لیندۍ میاشتې پر ۲۴ مه نیټه اداري مجلس جوړشو.

په پیل کې ښاغلي جلاله له اړوند ریاستونو سره د مالي او اداري چارو د تنظیمولو په اړه خبرې وکړې ټینګار یي وکړ، چې د راتلونکي کال لپاره باید مالي او تدارکاتي چارې د مالي کال له پیل څخه داسې منظمې شي، چې له ستونزو خالي او پایلې مثبتې وي.

ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس په اسلام قلعه او تورغونډۍ کې د جرګو د جوړېدو، چې د بحث خبرې یې سرحدي، ګډوالو، ترانسپورتي او سیمه ییزې ستونزې وې معلومات وړاندې کړل او همدا راز یې په کابل کې د ۱۸ ولایتونو د دیني عالمانو، قومي مشرانو د یادو ولایتونود استازو په ګډون یې د یوې درنې جرګې د جوړیدو، مالي او حسابي رئيس د انکشافي او عادي بودجو د سلنو د کچې، نا اجرا شویو او اجرا کیدونکو حوالو او په تېر کال کې د (ه ) میلیونه عواید و د راټولېدو، د تېر مالي کال له نیمګړتیاوو او تجربو څخه په ګټې اخېستنې د مالي پلان د جوړولو په اړه معلومات ورکړل، د دفتر رئيس او د وزارت حقوقي سلا کار له مراجعینو سره د اړیکو او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د موظفې کمېټې له خوا تدوین شوی یوولس ماده یې طرزاالعمل له مجلس سره شریک کړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu