د ښځو چارو له وزیرې سره کتنه!

mobta-af
Wed, Nov 06 2019 11:33 AM
mobta

د سرحدون او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۴ مه نېټه د ښځو چارو له وزیرې آغلې دلبر نظري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې اغلې دلبر نظري د ښځو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته په وزارت کې د ښه کاري چاپیریال برابرولو په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي فعالیتونه وستایل او د تلپاتې همکاریو څخه یې مننه وکړه.

همدا راز یې د محترم وزیر صاحب د مور بې بې پاک روح ته، چې پخوا په حق رسیدلې وه دعا وکړه او د غمشریکۍ مراتب یې وړاندې کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېزي په خپلو خبرو کې اغلې دلبرې نظري ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ نوموړې یوه بااحساسه او د ښځو چارو وزارت د چارو په مخته وړلو کې مسؤلیت مننونکې مېرمنه یاده کړه او د خپلو تلپاتې همکاریو ډاډ یې ورکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu