په شاندارو مراسمو سره د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کلیزې د لمانځلو کمېسیون غونډه وکړه

mobta-af
Tue, Aug 06 2019 11:51 AM
mobta

د یادې غونډې په پیل کې ښاغلي محمد یعقوب احمدزي له اړوند رئيسانو وغوښتل، چې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې د شاندارو مراسمو د لمانځلو په برخه کې دې د خپلو کاري استقامتونو په پام کې نیولو سره د ترسره شویو فعالیتونو سره سره خپلې هڅې ګړندې او پر وخت دې خپلې ورسپارل شوې دندې ترسره کړي.

ورپسې اړوند رئيسانو د خپلواکۍ د بېرته ګټلو سلمې کلیزې د شاندارو مراسمو د لمانځلو په برخه کې ښاغلي محمد یعقوب احمدزي ته د ترسره شوو فعالیتونو د څرنګوالي او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل ډاډ یې ورکړ چې په خپل وخت به خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.