د ولسمشر له سلاکارانو، قومي مشرانو، سناتورانو، دیني عالمانو مخورو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
Sat, Aug 03 2019 3:01 PM
mobta

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د حل په موخه د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو په ترڅ کې د وزارت له مشرتابه او د ملي یووالي حکومت له مشرانو څخه هیله وکړه، چې د شهید عبیدالله بارکزي زوی ښاغلي حاجي حضرت شاه بارکزي ته دې مناسبه دنده ورکړل شي، ترڅو د خپل شهید پلار تشه ډکه کړي همدا راز د ولسمشر سره دې د لیدو لپاره زمینه برابره شي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له ملي احساس څخه یې د مننې په ترڅ کې وویل: ستاسو درنو مشرانو ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کول زموږ مسؤلیت دی موږ کوښښ کوو، چې ستاسو ستونزې له ولسمشر سره د حل په موخه ملاقات جوړ او ورته په ګډه د حل لارې چارې پیدا کړو.

همدا راز ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي زیاته کړه د دې لپاره، چې شهید عبید الله بارکزي د خپل هېواد او خلکو لپاره بې ساري خدمتونه ترسره کړي دي نو موږ به هم د ارواښاد د زوی ښاغلي حضرت شاه بارکزي لپاره له ولسمشر څخه د یوې مناسبې دندې هیله وکړو.
ترڅنګ یې ښاغلي حضرت شاه بارکزي ته د عزت پګړې ورپه سر کړه.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu