د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

haqani_admin
Wed, Nov 04 2026 10:03 AM
د یوه نیکه د لمسیانو او کورنیو ترمنځ یې خونړۍ بدي په دوستي بدله شوه 

سه شنبه/۲۲/ جمادی ‌الاول ۱۴۴۸

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳ کاله وړاندې پېښه شوې بدي، نن د کابل په شکر دره ولسوالۍ کې د یوې ناستې پرمهال حل شوه.

دغه بدي د یوه نیکه د اولادونو او کورنیو ترمنځ یې په یوه اختلافي موضوع رامنځته شوې وه، چې له امله یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو او دواړه لوري یو له بل سره په بدي کې ښکېل وو. 

 په دې اړه د شکر درې ولسوالۍ علماء کرامو له خیرخواه مشرانو سره یو ځای د یادو کورنیو د پخلاینې په موخه څو ناستې ترسره کړې وې، چې بالاخره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد کریم سحر اخندزاده د علماء کرامو او مسؤلینو په ملتیا نن د یوې ناستې په ترڅ کې دغه جنجال حل کړ او د طرفینو ترمنځ یې د سولې پرېکړه وکړه. 

د دغې موضوع د حل په موخه په رابلل شوې غونډه کې وزارت د شخړو د حل سلاکار ښاغلي سحر اخند زاده وویل: دا نظام د صلحې او عفوې نظام دی؛ لکه څنګه چې زموږ خوږ نبي علیه السلام عفوه خوښه کړې ده، زموږ امیر هم د عفوې پلوی دی، نو؛ موږ ته هم لازمه ده چې یو بل ته عفوه او بښنه وکړو، ځکه چې په دې کې زموږ ټولو خیر او ښېګڼه ده.

په بدي کې ښکېلو غاړو بیا غونډې ته په خبرو کې وویل، چې دوی دریو کلونو راهیسې له سوکاله ژونده بې برخې وو او یو بل ته یې د ستونزو جوړولو هڅه کوله. دوی وویل، چې په ننۍ پخلاینه او د مشرانو په پرېکړه خوشحاله دي او ژمنه کوي چې  نور به د سولې په فضا کې د ورورۍ ژوند کوي او یو بل ته به هیڅ خنډ نه جوړوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu