په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۲۷ کلنه شخړه هواره شوه

haqani_admin
Sun, Oct 25 2026 8:41 AM
په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۲۷ کلنه شخړه هواره شوه

شنبه ۱۲/ جمادی الاولی/ ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو او سیمه ‌ییزو قومي مخورو په ګډه د دغه ولایت په هسکه مینه ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ هغه ۲۷ کلنه شخړه د جرګې له لارې هواره کړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی و.

جرګه ‌کوونکو د موضوع له بشپړې څېړنې او د دواړو لورو له څرګندونو وروسته، د شرعي اصولو او قومي دودونو په رڼا کې د شخړې د هواري لپاره لازمې خبرې او هڅې وکړې، د یادې شخړه د حل په موخه یې پریکړه اعلان کړه او له دواړو کورنیو وغوښتل، چې د رامنځته شوي جوړجاړي درناوی وکړي، تېرې ستونزې هېرې او له یو بل سره د متقابل درناوي پر بنسټ خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په پای کې دواړو کورنیو د جرګه‌ کوونکو له هڅو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د یو بل پر وړاندې له هر ډول شخړې او ستونزې ډډه کوي او د جوړجاړي پر بنسټ به خپل ژوند ته دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu