بغلان کې له ولسي خلکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

haqani_admin
Wed, Oct 21 2026 2:10 PM
بغلان کې له ولسي خلکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهارشنبه ۹ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د ولايتي غونډو د لړۍ په پيل کې نن له غرمې وړاندې بغلان ولايت کې د ياد وزارت د سرحدي پلټنو معين الحاج مولوي عنايت الله شجاع په مشري يوه لويه ولسي غونډه ترسره شوه، چې پرمهال يې ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو، ځوانانو او ګڼو ولسي خلکو حضور درلود.

غونډې ته د سرحدي پلټنو معين مولوي عنايت الله شجاع وويل: د اسلام له نظره د قومونو ترمنځ د برترۍ معیار تقوا او نېک اعمال دي، نو باید له قومي تعصبونو ډډه وشي او یووالی او اتحاد پیاوړی شي. نوموړي همداراز زياته کړه، چې د اسلامي نظام لپاره د افغانانو، په ځانګړي ډول د بغلان د ولس قربانۍ د ستاینې وړ دي. هغه ټینګار وکړ، چې د امن او ثبات له اوسني فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي او د هېواد د پرمختګ، بقاء او اسلامي شريعت د احکامو د نفاذ لپاره ګډې هڅې وشي.

په دغه ولسي غونډه کې ديني عالمانو او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل، چې هېواد کې په وروستیو پنځو کلونو کې د اسلامي امارت د مشرانو له لوري په بېلابېلو برخو کې د پام وړ کارونه او خدمتونه ترسره شوي دي. دوی د اسلامي امارت او خلکو ترمنځ همغږۍ او رضايت ته په اشاره سره زياته کړه، چې د پخوانیو نظامونو پر مهال به د نظامونو ستاینه تر ډېره د هغوی له لوري کېده، خو د اوسني نظام په اړه د ولسونو له لوري د مثبتو نظرونو څرګندول د خلکو او نظام ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او همکارۍ څرګندونه کوي. همداراز ديني عالمانو د الهي احکامو پلي کول د دنیا او آخرت د نېکمرغۍ لار وبلله او په دې برخه کې يې د خپلې همکارۍ ډاډ حاصل کړ.

غونډې ته د بغلان والي مولوي عبدالله مختار او د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس، مولوي محمد آجان رهبر وویل: د افغان ولس د کلونو قربانیو، صبر او سرښندنو په پایله کې الله تعالی د اسلامي نظام نعمت را په برخه کړ اوس زموږ دنده ده، چې د دې نعمت شکر ادا کړو یووالی وساتو او د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه هڅې وکړو. دوی همداراز زياته کړه، چې افغانانو د بې‌ شمېره هېوادونو د متحدو لښکرو پر وړاندې جهاد وکړ، درنې قربانۍ یې ورکړې، کونډې او یتیمان یې پرېښودل، خو په پایله کې یې د اسلامي نظام بنسټ کېښود. دوی د دغه نظام ساتنه او د الهي نعمتونو شکر ادا کول د ټولو ګډ مسؤلیت وباله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu