په فاریاب ولایت کې له خلکو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

haqani_admin
Sat, Aug 22 2026 12:34 PM
په فاریاب ولایت کې له خلکو سره د همغږۍ غونډه تر سره شوه

 

پنجشنبه، ۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ ش

په فاریاب ولایت کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د اسلامي شریعت د تنفیذ، له ولس سره د لا ښې همغږۍ او یووالي د پیاوړتیا په موخه د سیمې له قومي مخورو، دیني عالمانو او خلکو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

د فاریاب ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس یادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، په اوسني وخت کې چې په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم دی، نو د دې  ښه زمینه برابره شوې چې عام ولس له مسؤلینو سره په ګډه د نظم، عامه خدمتونو او د سیمې د پرمختګ په برخو کې همکاري وکړي او د اسلامي نظام د ټینګښت او بقاء لپاره خپل مسؤلیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

بلخوا یو شمېر دیني عالمانو او قومي مخورو هم خبرې وکړې او د اسلامي ورورولۍ، خپلمنځي همکارۍ او د ولسونو ترمنځ د شخړو د سوله‌ ییز حل پر اهمیت یې ټینګار وکړ. دوی همداراز د اسلامي نظام د لارښوونو د رعایت او د ولس او مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په برخه کې خپل ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu