خوست کې د مسؤلينو او عامو خلکو ترمنځ ولسي غونډه

taqi_admin
Sun, Aug 02 2026 9:47 AM
خوست کې د مسؤلينو او عامو خلکو ترمنځ ولسي غونډه

شنبه  ۱۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د باک ولسوالۍ له ولسونو، قومي مشرانو او علماوو سره د شریعت د احکامو د لا ښه نفاذ، د ولس او حکومت ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او ګډ تفاهم د رامنځته کولو په موخه پراخه ولسي غونډه ترسره شوه.

ديادې جوړې شوې غونډې پرمهال د اسلامي امارت مسؤلينو اسلامي نظام د مسؤولیتونو، د شریعت د احکامو د عملي کولو، د ولسونو د ګډو هڅو او د متقابلې همکارۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د قومي یووالي، د اصلاحاتو، د سولې او ثبات د ساتنې او د هر ډول اختلاف او نفاق د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وشو او له ولسونو وغوښتل شول چې د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا په موخه خپله همکاري جاري وساتي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د هيواد د امنیت، ثبات، د اسلامي نظام د دوام، د مسلمانانو د یووالي او د هيوادوالو د هوسا ژوند په اړه ارزښتناکې سپارښتنې وشوې. همداراز د علماوو، قومي مشرانو او خلکو له لوري د شریعت د احکامو د پلي کېدو، د ولسي یووالي د ټینګښت او له مسؤلو ادارو سره د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند شو

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu