په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
Tue, Jun 30 2026 12:10 PM
په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو په هلو ځلو پای ته ورسېده.

په ورته مهال د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هم د يوې ښځې او خاوند ترمنځ د طلاق  له امله راپورته شوي ژور جنجالونه، چې د دوو کورنيو ژوند يې ترېخ کړی و او لوی مشکلات يې ايجاد کړي وو د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په منځګړيتوب په داسې ډول هوار شول، چې د دواړو خواوو رضايت پکې موجود وو.

په يادو شخړو کې د ښکېلو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت د مسؤلينو د هڅو قدرداني وکړه، چې په وينا يې د دوی ترمنځ د سختو پېښو شويو ستونزو حل يې د شريعت په رڼا کې تر سره کړ او هېڅ ډول زړه بد والی پکې رامنځته نه شو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu