په پلازمېنه کابل کې د ښونیزو مرکزونو او تشریفاتو ریاست اړوند د ۱۹ قلمه ترکاري او مېوو داوطلبي:
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې په مرکز کابل کې د وزارت اړوند ښوونیزو مرکزونو د ۱۹ قلمه ترکاري او مېوو د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د ګډون لپاره شرطپاڼه په انلاین توګه د ملي تدارکاتو له ویب پاڼې (https://tenders.ageops.af) او یا یې چاپ شوی نقل د یاد وزارت له تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه بیا د پنجشنبه ۱۰/۲/۱۴۰۵ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه پروسه کې ګډون د بانکي تضمین او یا هم (۳۵۲۰۰۰) درې لکه دو پنځوس زره افغانیو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) پنجشنبه ۱۰/۲/۱۴۰۵ نېټه په ۳۰: ۱ بجه ترسره کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان
