ننګرهار کې ۳۵ کلنه شخړه او لغمان کې يو کلنه بدی د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

taqi2_admin
Tue, Feb 17 2026 2:19 PM
ننګرهار کې ۳۵ کلنه شخړه او لغمان کې يو کلنه بدی د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دړشنبه ٢٨ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۵ کلونو په دوام اوږدمهاله شخړه.د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس الحافظ رحمت الله غازي عمر په مشري د قومي مشرانو او علماء کرامو په دوامدارو هڅو داسې مهال پای ته ورسېده، چې د روغې جوړې لپاره يوه لويه جرګه را بلل شوې وه.ديادې اوږدمهالې شخړې په پايله کې له دواړو لوريو څخه دوه تنه وژل شوي، څلور تنه ټپيان شوي او د دښمني ژورې رېښې يې ترمنځ موجودې وې، چې د ا.ا مسؤلينو په خپل منځګړيتوب پای ته ورسولې. يادو میؤلينو له خلکو وغوښتل، چې د تربګنۍ او ناخوالو پرځای په سوله،يووالي او ورورولي کې ژوند ترسره کړي.همدارنګه د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د سيمه ييزو مشرانو په ملتيا د دغه ولايت په اليشنګ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېر يوه کال راهيسې هغه پېښه شوې شخړه حل کړه ، چې د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې وه او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې ترمنځ را پارولې وې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu