په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

taqi2_admin
Tue, Jan 13 2026 2:44 PM
په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

سه شنبه ۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي اخوت او  خلکو ستونزو د اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني له لوري د پلازمېنې کابل په قره باغ او چهار اسياب ولسوالي کې له مسؤلينو، قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو او ګڼو ولسي خلکو په حضور کې ترسره شوې. 

د يادو غونډو له لارې قومي مشرانو او عامو خلکو په خپلو خبرو کې ځايې سيمه ييزې ستونزې شريکې کړې او د هغې د حل غوښتنه يې وکړه. يادو قومي مشرانو د اسلامي امارت کلک ملاتړ څرګند کړ او ژمنه يې وکړه، چې په هرحالت به د دې شرعي نظام ترشا دريږي. دوی له مسؤلينو وغوښتل، چې دغو ولسواليو ته خاصه پاملرنه وکړي.

د غونډو پرمهال د جرګو رئيس ښاغلي افغاني د ولسي خلکو ستونزې واورېدې او د حل په موخه د ډاډ څرګندولو ترڅنګ يې وويل: زموږ وزارت د هيواد په ليري پرتو سيمو کې هم د خدمتونو په ترسره کولو بوخت دی، چې د شخړو حل، د سړکونو، مسجدونو، روغتيا او لسګونه نورې پراختیايي پروژې د همدې وزارت له لوري ترکار لاندې دي. نوموړي همداراز خلکو ته د اميرالمؤمنين حفظه الله وروستی فرمان تشريح کړ، چې موخه يې د ټولنې د ناسمو رواجونو او بې ځايه لګښتونو له منځه وړل دي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu