د مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې بلخ کې ۴ کلنه، جوزجان کې ۲ کلنه او سمنګان کې هم مرګوني شخړه پای ته ورسېده چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو
رياست مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې د دغه ولايت په قرشيګګ ولسوالي کې.
د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا څلورو کلونو په دوام د ځمکې د ملکيت پرسر هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړه طرفونه يې په سختو ستونزو کې اخته کړي وو.
په ورته وخت کې د سمنګان ولايت په فيروز نخچير ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يو کس د مړينې له کبله راپورته شوې شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قايلو چارو آمريت آمر مولوي محيب الله بهاري په مشري د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او فصل شوه او دواړو لوريو يو بل ته بښنه سره وکړه.همداراز د جوزجان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، د سيمه ييزو مشرانو او ديني عالمانو په ملتيا دغه ولايت کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ رامنځته شوې دوه کلنه شخړه پای ته ورسوله او ښکېل لوري يې سولې ته راضي کړل
