کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

taqi_admin
Wed, Dec 17 2025 3:26 PM
شخړه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب هواره شوه.دغې شخړې د دوه لسيزو وخت په تېرېدو سره د ښکېلو کورنیو ترمنځ نه يواځي دا، چې اړیکې ترینګلې کړې وې بلکې وخت ناوخت يې د تاوتريخوالي ستونزې هم رامنځ ته کېدې، چې د مسؤلینو او قومي مشرانو د پرله ‌پسې هڅو په پايله کې سره پخلا او حق حقدار ته وسپارل شو.

د شخړې دواړو کورنیو مشرانو یو بل ته بښنه وکړه په تېرو اختلافاتو يې پښېماني وښوده او د ورورولي، سوله ‌ییز ګډ ژوند او يووالي د پیل ژمنه یې وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu