په هيواد کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډو دوام

taqi2_admin
Wed, Dec 10 2025 9:53 AM
په هيواد کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډو دوام

چهار شنبه ۱۹ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ولايتي مسؤلينو له لوري د غزني ولايت په رشيدانو ولسوالي، د کندهار ولايت په تخته پل ولسوالي، د بلخ ولايت په چهار کنت ولسوالي، د دايکندي ولايت په يکتي ولسوالي، د ميدان وردګ ولايت په مرکز بهسود ولسوالي او د هرات ولايت په کوه زور ولسوالي کې له عامو خلکو، قومي سپين ږيرو، متنفذينو او ولسواليو استازو سره د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو تر عنوان لاندې پراخې ولسي غونډې جوړې شوې. د يادو غونډو پرمهال ولسي خلکو او قومي سپين ږيرو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه، چې د دغسې ولسي غونډو له لارې قومي يووالي، همغږۍ او ورورولي ته کار کوي. دوی همداراز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت هغه هڅې او لاسته راوړنې وسايلې، چې په وينا يې د سرحدي سيمو او خدمتونو بې برخې وطنوالو ته عامل منفعه خدمتونه وړاندې کوي. ورپسې مسؤلينو د قومونو ترمنځ د ژبني، سیمه ییزو او قومي تعصباتو د مخنیوي په تړاو خبرې وکړې او ولسونه يې يووالي ته راوبلل. دوی همداراز د اسلام له نظره په ټولنه کې د شته خرافاتو، ناسمو رواجونو او ناوړه دودونو د مخنيوي په تړاو د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان ولوست او د هغي د عملي کولو سپارښتنې يې وکړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu