په خوست کې د دوو کورنیو تر منځ نږدې د نیمې پيړۍ پخوانۍ دښمني حل شوه

taqi2_admin
Mon, Dec 01 2025 10:41 AM
په خوست کې د دوو کورنیو تر منځ نږدې د نیمې پيړۍ پخوانۍ دښمني حل شوه

 

يکشنبه ۲ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷

د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د ولایتي ادارې، سیمه‌ ییزو مشرانو او علماوو په همکاري د شمل دوه منده ولسوالي د خویخېلو په سیمه کې ۴۸ کلنه مرګونې شخړه حل او ښکېلو خواوو د ورورولۍ غاړې سره ورکړې.

یاده شخړه، چې په ترڅ کې یې یو کس وژل شوی او لوی مالي تاوانونه يې اړولي وو، د روغي جوړې په مراسمو کې يې د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس میا محمد ولي صدیقي په دې تړاو د علماوو، قومي مشرانو او مسؤلینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې عفوه او بښنه د ټولنې سلامتيا او ثبات تضمينوي. دوی زیاته کړه، چې ناوړه دودونه او غلط رواجونه د ډيرو لويو شخړو او قتلونو لامل شوي خو لله لحمد ا.ا.ا دې برخې ته پوره متوجه دی. دوی څرګنده کړه چې د شخړو د مخنیوي کمیسیون يې تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې سلګونه خپلمنځي شخړې ثبت کړې دي، چې له ډلې یې ۸۵ شخړې حل شوې او د پاتې قضیو د هواري هڅې روانې دي.

قومي مشرانو په خپلو ويناوو کې د ا.ا.ا هغه پالیسي وستایله، چې د خپلمنځي شخړو د مخنیوي او هواري لپاره لازم اقدامات اجرا کوي. په پای کې دواړو کورنیو په خوښي د مسؤلينو له لوري د روغې جوړې پرېکړه ومنله او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به دښمني او کرکه نه کوي بلکې ورورولي او ګډ سوله‌ییز ژوند ته به دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu