د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

taqi2_admin
Tue, Nov 04 2025 10:44 AM
د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په دوام تېرو ورځو کې د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالي، د دايکندي ولايت په سنګ تخت، بندر او خدير ولسوالي، د ميدان وردګ ولايت په بند چک ولسوالي او د لوګر ولايت په برکي برک ولسوالي کې پراخې غونډې ترسره شوې.

د يادو غونډو په ترڅ کې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د ا.ا.ا خدمتونه بې ساري وبلل او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د فعالیتونو ستاینه يې وکړه. قومي مشرانو وويل: ياد وزارت د ولسي خلکو او په خاصه توګه د سرحدي سيمو اوسيدونکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي، چې د ولسي ستونزو او شخړو په هواري کې يې هڅې د ستايلو دي. ويناوالو غوښتنه وکړه، چې دا خدمتونه دې لا پراخ شي او د ولس د هوساينې لپاره دې نوره هم هڅه وشي.

مسؤلينو د دغو جوړو شويو غونډو پرمهال خلکو ته د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو تر وېشلو وروسته يې غوښتنه وکړه، چې د ژوند په چارو کې ترې استفاده وکړي. يادو مسؤلينو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هره لويه او وړه ستونزه به يې د حل په موخه له لوړ رتبه مشرانو سره شريکه کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu