د کابل ولايت د سروبي ولسوالي له يو شمېر قومي مشرانو سره ليدنه

taqi2_admin
Wed, Oct 29 2025 11:18 AM
د کابل ولايت د سروبي ولسوالي له يو شمېر قومي مشرانو سره ليدنه

 

سه شنبه ۲۸ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د شخړو د حل کمېټې د غړو په شتون کې نن له غرمې وړاندې د کابل ولايت د سروبي ولسوالي د تور غر سيمې له يو شمېر قومي مخورو، علماوو او ځوانانو سره د ځينو سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره کړه. 

په دغه ناسته کې راغلیو مشرانو د قومونو د یووالي او اتفاق په اړه د اسلامي امارت هڅې وستایلې او د شخړو د حل په برخه کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې د پام وړ وبللې. دوی د پلازمېنې کابل په سروبي ولسوالي کې د ځايي ستونزو یادونه وکړه او د حل په برخه کې یې د مسؤلینو د پاملرنې او کلکې همکاري غوښتنه وکړه. 

ښاغلي احمد قومي مخورو ته له ښه راغلاست وروسته وويل: دا نظام د ولسونو خدمت ته ژمن دی، د ټولو قومونو حقونه پکې خوندي دي، موږ مکلف يو چې ستونزو ته مو د حل لارې ولټوو. نوموړي راغليو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ياد وزارت د يوه ګډ پلاوي په حضور کې به سيمي ته ولاړ شي او د دوی د ستونزو د حل په موخه به ممکنه عملي ګامونه واخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu