د کندز په علي‌اباد او تخار په بهارک ولسوالۍ کې جلا جلا ولسي غونډې تر سره شوې

taqi2_admin
Mon, Sep 01 2025 10:35 AM
د کندز په علي‌اباد او تخار په بهارک ولسوالۍ کې جلا جلا ولسي غونډې تر سره شوې

 

یکشنبه، ۷ ربیع‌الأول ۱۴۴۷

د کندز ولایت په علي‌اباد او تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ولسي خلکو د ستونزو د اورېدو په موخه ځانګړې غونډې جوړې شوې، چې پر مهال یې د سیمې مخورو، علماوو او ځايي اوسېدونکو خپلې اړینې ستونزې او غوښتنې وړاندې کړې.

د اسلامي اخوت، ورورولۍ او ولسي یووالي پر بنسټ دغو جوړو شويو غونډو کې د سرحدونو، قومونو او قبیلو چارو وزارت اړوندو ریاستونو استازو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی اورېدلې ستونزې به د قانوني لارو له مخې خپلو لوړ رتبه مشرانو ته ورسوي. یادو استازو همداراز د ولسي ستونزو هواری د اسلامي امارت یو بنسټیز اصل یاد کړ.

د دغو جوړو شويو غونډو له لارې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د وروستیو فرمانونو تشریح هم وشوه، چې د ناوړه دودونو، بې‌ځایه لګښتونو او انساني قاچاق مخنیوي ټینګار پکې شوی دی. ګډونوالو د دغو فرمانونو هرکلی وکړ او د خلکو ترمنځ یې د یووالي او همکارۍ لپاره مهم وبلل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu