د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو په هرات کې ۶ کلنه شخړه هواره کړه

taqi_admin
Sun, Aug 10 2025 10:20 AM
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو په هرات کې ۶ کلنه شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۱۶ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د ياد وزارت لخوا يوه پلاوي چې پکې د دعوت ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، د تفتيش رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د مقام د شخړو د حل سلاکار محمد اجان رهبر شامل وو هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوو کورنيو تر منځ ۶ کلنه دښمني په دوستي بدله کړه.

دغه شخړه، چې د اسحاقزو په سيمه کې رامنځ ته شوې وه او له امله يې يو کس وژل شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ياد پلاوي د ځايي علماوو او قومي سپين ږيرو په ملتيا د يوې غونډې له لارې حل او د مقتول کورنۍ مقابل لوري ته بښنه وکړه.

د يادې جوړې شوې غونډې پر مهال مسؤلينو قومونه يووالي او ورورولي ته را وبلل او له هغوی يې وغوښتل، چې د هرې لويې او وړې ستونزې پر مهال د اسلامي امارت مشرانو سره موضوع شريکه کړي تر څو د بدو عواقبو مخه يې ونيول شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu