په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه  

taqi_admin
Tue, Aug 05 2025 8:59 AM
په لغمان کې ۴ کلنه او باغیس کې هم یو شخړه حل شوه  


۱۰ صفرالمظفر ۱۴۴۷هـ.ق

د لغمان ولایت د دولت‌ شاه او د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دویمي واحدونو په هڅو، دوې اوږدمهاله شخړې په دوستۍ بدلې شوې.

لومړی د لغمان دولت‌ شاه ولسوالۍ کې هغه شخړه چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د دوو کورنیو ترمنځ د مالدارۍ پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې له مقابل لوري یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، سیمې د سپین ‌ږیرو او دیني علماوو په هلو ځلو هواره شوه.

بل‌ خوا د بادغیس ولایت  بالا مرغاب ولسوالۍ کې هغه قومي شخړه چې د دوو کورنیو تر منځ یې ژور اختلافات را پیدا کړي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسئولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده، دواړه کورنۍ د اخوت او اتفاق په تغر راټولې شوې، یو بل ته ‌یې بښنه وکړه او د کرکې ترخې خاطرې یې د مهربانۍ او ورورولۍ په خوږو لحظو بدلې کړې

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu