د قبايلي سيمو له سلګونه زده کوونکو او محصلينو د کانکور ازموینه واخیستل شوه

taqi_admin
Sat, Jul 12 2025 8:37 AM
عکس

 

جمعه ۲۰ محرم الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد له يو شمېر قبايلي سيمو د زده کوونکو او فارغانو څخه د کابل ،ننګرهار، کندهار او خوست شيخ زاهد پوهنتون ځينو پوهنځيو ته د جذب په موخه د کانکور ازموینه نن سهار د  کابل په پوهنتون کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت په حضور کې واخیستل شوه.

 په دغه ازموینه کې ۵۳۳ ګډونوالو د خپلې خوښې  بېلابېلو پوهنځيو ته د جذب په موخه برخه اخیستې وه، چې د خپل استعداد او ترلاسه کېدونکو نمرو په اساس به د هېواد معتبرو پوهنتونونو ته لار پيدا کړي، چې پکې به د طب، انجنیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد، ښوونې او روزنې او کرنې پوهنځیو ته بریالي ور وپېژندل شي، د دغه ازموينې پایلې به د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارت له ویب پاڼې او نورو رسمي ادرسونو څخه نشر شي. 

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همېشنۍ هڅه او کوښښ همدا دی، چې د هېواد د لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د زده کړي سالم چاپیریال رامنځته کړي او د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لوري د دوی په سالمه ښوونه او روزنه کې د هېواد جوړونې ونډه ترسره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu