د ۲۱ قلمه دفتري وسایلو داوطلبي

taqi_admin
د ۲۱ قلمه دفتري وسایلو داوطلبي

Publish Date

Closing Date

Location د هوايي ډګر سړک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د ۲۱ قلمه دفتري وسایلو داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه تر ۲۵/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه د یکشنبې ورځ چې د آفرونو د تړنې وروستۍ  ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا هم (۱۶۱۰۰۰) یو لک او یو شپېته زره افغانیو نغدو پیسو په اساس ترسره کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) ۲۵/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه هـ.ل کال د یکشنبې په ۴۵: ۱ بجه ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي.

User account menu