د لوګر ولايت له قومي مشرانو سره ليدنه

taqi_admin
Wed, Apr 30 2025 8:50 AM
عکس

 

سه شنبه ۱ ذوالقعده  ۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير ملا نور الله نوري نن له غرمې وروسته د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ له لسګونو قومي مشرانو او ځوانانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

د دغې کتنې پر مهال د قومي مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې ویې ویل: لله الحمد د اسلامي امارت په راتګ سره د ټول هيواد په شمول د لوګر ولايت امنيت د ډاډ وړ دی او دا د ا.ا.ا سره د ولسونو د ملاتړ نتيجه ده. راغلو قومي مشرانو د دې نظام په کلک ملاتړ څرګندولو سره د خپلې سیمې ځينې ستونزې شریکې کړې او له مسؤلينو څخه یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. 

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي نوري صاحب قومي مشرانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ولسي ستونزو اورېدل او د حل په برخه کې یې هڅه د اسلامي امارت وجیبه وبلله زیاته یې کړه: دغه اسلامي نظام د همدې خلکو په سرښندونو او ستړیاوو راغلی او په دې برخه کې د لوګر ولايت باشهامته، دين پروره او غيرتي خلکو هم قربانۍ ورکړې، نوموړي زیاته کړه: زموږ دروازې د ټولو ولسونو پرمخ خلاصې دې او هڅه مو همدا ده، چې د ولسونو ستونزې واورو او د حل په برخه کې یې کار وکړو

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu