د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

khoram2_admin
Sat, Mar 15 2025 7:03 PM
د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

 

شنبه ۱۴۴۶/رمضان المبارک/۱۵

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت ته د سرحدي او لرې پرتو سیمو د دوولسمو ټولګيو فارغانو د جذب کانکور ازموینه نن ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیئتانو په حضور کې واخیستل شوه.

 

 په دغه ازموینه کې د ۴۹۰ تنو ګډونوالو له جملې ۴۴۰ تنو فارغانو په ازموینه کې برخه اخیستې وه، چې د خپل استعداد او ترلاسه کړیو نمرو په اساس به (۳۰۰) تنه د یاد انستیتیوت انجنیري، کمپیوتر ساینس، اقتصاد او کرنې پوهنځیو ته بریالي ور وپېژندل شي او پایلې به یې تر راتلونکو دوو ورځو پورې د وزارت له ویب پاڼې او نورو رسمي ادرسونو څخه نشر شي. 

 

د یادونې وړ ده، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همېشنۍ هڅه او کوښښ همدا دی، چې د هیواد د لرې پرتو او سرحدي سیمو زده کوونکو او زده کړیالانو ته د زده کړي سالم چاپیریال رامنځته کړي او د خپلو ښوونیزو مرکزونو له لوري د دوی سالمه ښوونه او روزنه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu