په زابل ولایت کې د شاوخوا یوې لسیزې شخړه حل شوه

khoram_admin
Wed, Jan 01 2025 11:29 AM
شخړه

چهارشنبه١٠/۱۲/ ۱۴۰۳

د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د مریاڼو په سیمه کې د دوو قومونو ترمنځ د قتل پر سر د شاوخوا یوې لسیزې پېښه شوې شخړه د یاد ولایت د والي الحاج مولوي حزب الله افغان، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو ریاست رئیس الحاج مولوي محمد کریم سحر اخندزاده، مرستیال والي مولوي محب الله حماس، ځایي مسؤلینو، قومي مشرانو او مصلحینو په ګډه هڅو او منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدله شوه.

په لومړي سر کې یادو مسئولینو او قومي مشرانو له ښکېلو لورو اختیار لیکونه واخیستل او د پېښې د اصلي لامل په اړه یې څېړنې وکړې. د دې څېړنو په پایله کې د قضیې د حل لپاره فیصله ابلاغ کړه او دواړه لوري یې د یووالي پر لور را وبلل او پېښه شوې شخړه یې په دوستۍ بدله کړه.

په پای کې ښکېلو غاړو ابلاغ شوې فیصله ومنله او یو بل ته يې غاړه ورکړه او د ټولو منځګړو په حضور کې یې ډاډ څرګند کړ چې په راتلونکي کې به په خپلو منځونو کې یو بل ته ستونزې او خنډونه نه جوړوي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu