د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اړوند څلورو تعلیمي مرکزونو ۶۵۹ زده‌کوونکو د فراغت په مناسبت غونډه ترسره شوه!

khoram2_admin
Sat, Dec 07 2024 6:25 PM
فراغټ غونډه

په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د وزارت د بېلابېلو ریاستونو رئیسانو، د اړوند لېسو تدریسي او اداري مسؤلینو او د فارغ شویو زده‌کوونکو کورنیو ګډون کړی وو.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني په خپلو خبرو کې زده‌ کوونکي راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې تاسو به یوه ورځ د دې هېواد چارې په واک کې لرئ او د خپل ولس خدمت به کوئ.

ورپسې د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې له یادو تعلیمي مرکزونو څخه فارغ شویو زده‌ کوونکو ته مبارکي وویله او دوی یې وهڅول چې په ترلاسه شويو زدکړو دې بسنه نه کوي، خپلو زده‌کړو ته دې دوام ورکړي تر څو په مسلکي توګه د خپل هېواد خدمت ته چمتو شي. همداراز نوموړو په هېواد دننه د ټولو تعلیمي ادارو پر ښوونکو غږ وکړ چې زده‌کوونکي یوازې په تعلیم نه بلکې په تربیه او اسلامي روحیه سره دې سمبال افغاني ټولنې ته وړاندې کړي.

همداراز د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب په خبرو کې د عصري زده‌کړو تر څنګ د دیني زده‌کړو په ترلاسه کولو ټینګار وکړ. زیاته یې کړه چې په تعلیم باندې پوه انسان کولی شي خپلې ټولنې ته په سمه توګه خدمت ورسوي. د غونډې په پای کې د مسؤلینو له لوري په لوړو نمرو کاميابو زده‌ کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu