د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د جوګيانو او جټانو د ثبت او راجسترو په اړه خپله لومړۍ ناسته تر سره کړه

khoram2_admin
Thu, Nov 07 2024 9:42 AM
ناسته

پنجشنبه ٥/۵/۱۴۴۶

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون ته دنده سپارل شوې تر څو په هیواد کې مېشت جوګيان او جټان ثبت او راجستر کړي.

په همدې مناسبت د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړو چې مشري یې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي پلټنې معین الحاج مولوي اسماعیل غزنوي په غاړه لري، د هېواد په ټولو ولایتونو کې د جوګيانو او جټانو د ځای معلومولو، راټولولو او هویت معلومولو په اړه پلټنې وکړي.

د ياد کمیسیون غړو په خپلو پرېکړو کې د الحاج مولوي اسماعیل غزنوي په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه رامنځته کړه چې د مهاجرینو راستنیدونکو وزارت، د زراعت او آبیارۍ وزارت، د عدلیې وزارت ، او د ملي احصائیې اداره به د هغې غړیتوب لري، یاده کمیټه به په هیواد کې د مېشتو جوګيانو او جټانو د ثبت او راجستر پروسه په بشپړ صداقت او دقت سره په ټول هېواد کې عملي کړي.

د يادونې وړ ده چې دا پروسه به د جوګيانو او جټانو لپاره د اساسي حقونو په تامین کې مهمه رول ولوبوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu