په کنړ ولایت کې ٦ کلنه، په بلخ او بادغيس ولايتونو کې هم بېلابېلې شخړې حل شوې.

khoram_admin
Wed, Sep 18 2024 12:13 PM
شخړې

چهار شنبه  ۱۵/۳/۱۴۴۶

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوو هغه کورنيو ترمنځ شپږ (۶) کلنه شخړه حل شوه، چې تر منځ يې لوی اختلافات موجود وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي په مشرۍ د سيمې ځايي سپين ږيرو او قومي مخورو په هڅو د پوره تحقيق او څيړنې وروسته په عادلانه فيصلې سره دواړه مرورې کورنۍ وروسته له شپږو کلونو بيرته سره پخلا شوې او سولييز ژوند يې پيل کړ.

د دغو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه، چې د دوی د شخړې په هوارولو کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د سولې او ورورولۍ ژوند ته يې وهڅول. دوی ژمنه وکړه چې د بيا لپاره به هيڅ ستونزې يو بل ته نه جوړوي.

همدارنګه د بلخ ولايت چاهي ولسوالۍ په فرح آباد سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د کورني جنجال له امله پېښه شوې يو ١ کلنه شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په هڅو، د شخړو د حل کمېسيون، مصلحينو، مخورو مشرانو، ديني عالمانو او متنفذينو په شريکو همکاريو هواره شوه او دواړو طرفونو يو بل ته د خوښۍ غاړې ورکړې.
 
بلخوا د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې څو مياشتې وړاندې د دوو کورنيو تر منځ هم رامنځته شوی جنجال پاي ته ورسېد. په دغه جنجال کې چې له يوه اړخه يو تن پکې ټپي شوی هم و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد قاسم ضمير په مشرۍ او د قومي مخور په هلو ځلو یې پای وموند.

د هيواد په ګوټ ګوټ کې د شخړو هواري او د ولسونو د ارام ژوند لپاره شپه او ورځ هڅې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د وزارت او ولايتي رياستونو له لومړيتوبونو څخه دي، چې په مټ يې هره ورځ له مختلفو ولايتونو د شخړو د حل خبرونه خپروي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu