ولسي ستونزو ته د حل لارو موندلو او ښې همغږۍ په اړه د مسؤلینو هڅې!

khoram_admin
Sun, Jun 30 2024 2:47 PM
شخړه

یکشنبه - ۲۳/۱۲/۱۴۴۵

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې له قومي سپین ږیرو او سیمه ییزو مشرانو سره د ولسي ستونزو د هواري او له حکومت سره د لا ښې همغږۍ په پار ناسته کې قومي مشرانو د اسلامي امارت لاسته راوړنې ستایلې او د ناخوالو مخنیوي په برخه کې یې د حکومت ننګه کړې. 

له ولس سره د ښې همغږۍ په دغه ناسته کې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي د یاد ولایت د اوومې ناحیې او شاوخوا سیمو قومي سپین ږیرو ته په خپلو خبرو کې یاد ریاست د نظام او ملت تر منځ ارتباطي پُل بللی او سیمه ییزو مشرانو ته یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.  

په دغه ناسته کې قومي مشرانو د اسلامي امارت راتګ د دوی لپاره د الله تعالی ﷻ یوه لویه پیرزوینه بللې چې په راتګ سره یې د اسلامي مقدساتو خلاف کړنو مخنیوی شوی او په ټول ملت د یووالي څادر خپور شوی دی. سیمه ییزو مشرانو خپلې ستونزې په جلسه کې د حل په موخه شریکې کړې.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu