د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي سپین ږیرو سره لیدنه

khoram_admin
Tue, Jun 04 2024 2:15 PM
لیدنه

۲۶/۱۱/۱۴۴۵

د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي سپین ږیرو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزیر الحاج ملا نورالله نوري سره، خوست ته د نوموړي د سفر پر مهال وکتل.  یاده کتنه چې د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په انګړ کې رامنځته شوې وه، پر مهال یې د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مخورو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي نوري ته د ډېورنډ فرضي کرښې شاوخوا سیمو د ستونزو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. 

دوی د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې وخت نا وخت د رامنځته کېدونکو ستونزو په اړه د کُرمې ایجنسۍ له قومي سپین ږیرو سره د لیدنې راپور وړاندې کړ، د یادو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه او له خپلې خاروې څخه د دفاع او ساتنې په اړه یې د یاد وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ. 

وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نوري وویل: په افغانستان کې اوس داسې حکومت حاکم دی چې خپل حقوق او ارضي تمامیت تر هر چا ښه پېژني، نوموړي د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه زیاته کړه: د پاکستان لخوا د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د رامنځته کېدونکو ستونزو په اړه ا.ا.ا جدي غور کوي، ښاغلي نوري د ولسي او سیمه ییزو ستونزو په اړه په خپلو خبرو کې وویل: موږ ستاسې ولسي او سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه له ذی دخله ارګانونو سره شریکوو او د هوارولو هڅه یې کوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu