په کاپیسا ولایت کې ۲۲ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

khoram_admin
Sat, May 25 2024 2:00 PM
شخړه

د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د صوفیان او میاخیل کلیو د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې دُښمني د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، د شخړو د حل کمېسیون او محلي سپین ږیرو په همکاري حل شوه. 

یاده شخړه چې ۲۲ کاله مخکې د جوزو (چهارمغزو) د حاصلاتو پر سر رامنځته شوې وه او له یوه طرف څخه پکې یو کس هم وژل شوی و، د دواړو لوریو له قناعت څخه وروسته د یوې ناستې په صورت کې په دوستي بدله شوه، چې پر مهال یې مصلحینو او دیني عالمانو د شخړو په بدو پایلو خبرې وکړې او بدي یې د نسلونو تباهي یاده کړه. 

د غونډې په لومړیو کې د شخړو د حل کمېسیون یوه استازي مولوي عبدالمقیم عزیزي او نورو مسؤلینو د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. ورپسې د طرفینو په اړه کښل شوې فیصله په لوړ غږ ولوستل شوه او دواړه لوري یې منلو ته راوبلل. په وروستیو کې دواړه لوریو ژمنه وکړه چې له ورور وژنې به لاس اخلي او یو له بل سره به په خوښي ژوند کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu