له ځلاند افغان مؤسیسې سره هوکړه

khoram2_admin
Tue, May 14 2024 3:43 PM
تړون

۶/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین مولوي محمد علي جان احمد له ځلاند افغان مؤسیسې (ZAO) سره د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه وکړه. د دغې هوکړې پر اساس به یاده مؤسیسه د وزارت په ټولو ښوونیزو مرکزونو کې د معلوماتي سیستمونه رغوي او د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به په لاره اچوي. 

د هوکړې د لاسلیک په وخت کې د وزارت د دفتر رئیس مولوي نیاز محمد تقي، د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نېک محمد افغاني، د کوچیانو د څړځایونو او اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منیب، د مؤسیسې رئیس انعام الحق احساس او مل پلاوي حضور درلود. 

د جرګو او قبایلو چارو مرستیال د هوکړې پرمهال د هیواد خدمت خپل مسؤلیت یاد کړ او وې ویل: دا کړېدلی ولس زیات خدمت ته اړتیا لري، نو موږ ته په کار ده چې د خپل وس په اندازه په هره برخه کې مؤثرې چوپړتیاوې وړاندې کړو. هغه د ځلاند افغان مؤسیسې ته ډاډ ورکړ چې په ټولو چارو کې ورسره پوره همکار دی. 

د مؤسیسې مسؤلینو په خپل وار سره اطمینان وړاندې کړ چې د خپلو هیوادوالو د خدمت لپاره له هیڅ ډول ستړیا دریغ نه کوي او خپلې ورسپارل شوې دندې به پوره په ژمنتیا مخ ته وړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu